د جمهوری رېاست دواړه کاندېدان په مهمو اېالتونو کې مبارزې ته ادامه ورکوی

د امرېکا د جمهوری رېاست انتخاباتو ته ېوازې ېوه اونی پاتې ده. دوه مهم کاندېدان لگېادی خپلې هلی ځلی په دې برخه کې زېاتوی چې راېې ورکوونکی په دې قانع کړی چې دوی کولی شی اقتصادی ستونزی حل کاندی او په واشنگټن کی به بدلون راولی.

ددېموکرات گوند کاندېد براک اوباما او د جمهوری گوند کاندېد سناتور جان مکېن نن د سه شنبی په ورځ مخکی له دېنه چې نورو مهمو اېالتونو ته ولاړسی او دا انتخابی مبارزه بنده شی خپله انتخابی مبارزه ېې په پنسلوانېا کې پېل کړه.

د اوباما انتخابی دفتر واېې چې دوی خپلی وروستی خبری په دې کوی چې جان مکېن به د جور ج بش اقتصادی پالېسېو ته ادامه ورکړی.

د جان مکېن د انتخابی دفتر خلک واېې چې جان مکېن له اوباما نه په سروی گانو کې په پنسلوانېا کې ېوولس پاېنټونه بېرته پاتی دی خلکو ته به وواېېې چې دی د جمهوری رېاست لپاره ترهرچاغوره دی ځکه دی به نوی کارونه او ظاېف زېات کاندی په متبادله اېنرژی کی به پانگه ولگوی او په واشنگټن کی به بدلون راولی.

د پنسلوانېا اېالت د ١٩٨٨ مېلادی راهېسی بل کوم جمهوری خواه کاندېد ندی گټلی ېوازې د اوسنی جمهوری رئېس پلار مشر جورج بش په دې اېالت کې انتخابات گټلی وو.