د امریکا جمهوري ریاست ته جمهوري غوښتونکي کاندید جان مکین او د هغه دیموکرات رقیب بارک اوبامه انتخاباتو ته د یوی اونۍ په درشل کې زیاته توجه د امریکا اقتصاد ته اړولې ده.
مکین په ختیځ ایالت پنسلوانیه کې په د سه شنبې ورځ په یوه ستره غونډه کې د خپل ټکس پلان په هکله خبرې وکړې.
دا هغه ایالت دی چې هیله لري پکې بریالیتوب لاسته راوړي خو اوبامه ورڅخه مخکې دی.
د اریزونا دغه سناتورخپلو پلویانو ته وویل چې د اوبامه پلان دا دی چې د ټکس په زیاتولو د ملک خزانه ډکه کړي. خو په همدې ایالت کې اوبامه پخپله په کمپاین کې وویل چې هغه به پنځه نوي په سلو کې د کارگرې طبقی ټکس کم کړي.
د ایلونوی ایالت سناتور په ټکس کې ځکه بدلون راولي چې د هغه په وینا اوس مهال د ټکس گټه د هیواد شتمنو خلکو ته رسیږي. خو مکین وایې چې هغه به د دی پرځای چې بډای خلک ترفشار لاندې راولي پرځای به یې نوی لارې رامنځ ته کړي.
په عمومي نظرپوښتنو کې اوبامه تر مکین اوه فیصده مخکې دی.