د یمن چارواکي وايي، د سوماليي سمندري داړه مارانو د عدن له خلیج نه د دوی یوه بار وړونکې بیړۍ تښتولې او د راخوشې کیدو په بدل کې یې د دوه میلیون ډالرو غوښتنه کوي.
د یمن رسمي خبري آژانس سبا خبر ورکړی چې په دغه بیړۍ کې ٥٠٠ ټنه وسپنه بار وه چې د داړه مارانو په لاس کښیوته.
دغه بیړۍ تیره اونۍ تښتول شوې خو خبر یې نن د سه شنبې په ورځ خپور شو.
چارواکي وايي، ددغې بار وړونکې بیړۍ په آملې کې درې سومالیایان، دوه یمنيان او دوه د پاناما اتباع شامل دي.
دا وخت ١٥ بیړۍ د سومالیې د سمندري داړه مارانو په ولکه کې دي.
په دې کې د سعودي عربستان یوه لویه تیل وړونکې بیړۍ هم شامله ده چې د سل میلیون ډالرو تیل پکې بار دي. ضد او نقیض رپوټونه وايي، داړه مارانو ددغې بیړۍ د خوشې کولو په بدل کې له ١٥ نه تر ٢٥ میلیون ډالرو غوښتي دي.