رفسنجاني: اوباما باید د ایران په باب هوښیار او مسئولانه عمل وکړي

د ایران یوه بانفو‏ذه مذ‏هبي مشر ویلي دي چې د امریکا منتخب جمهور رئیس براک اوباما ته پکار دي چې د ایران د اتومي پروگرام په اړه هوښیار او مسئولانه عمل وکړي.

پخواني جمهور رئس آیت الله رفسنجاني نن د سه شنبې په ورځ وویل، ایران نه غواړي چې د امریکا سره جنجال ولري. خو غواړي چې یو خپلواک مسلمان ملک وي او د خپلو حقوقو په دایره کې پر خپلو منابعو باندې تکیه ولري.

ښاغلي رفسنجاني وايي، د اوباما له دریځ نه داسې ښکاري چې د جمهور رئیس بوش پره پله روان دی.

د روسېې مطبوعات رپوټ ورکوی چې روسی چارواکی واېې چې دوی په دې عقېده دی چې اېران اوس د اټومی وسلو د جوړولو قدرت او قابلېت نلری.

د خارجی چارو د وزارت داوروپاېې اتحآد د همکاری رېاست واېې چې اېران اوس اټومی وسلی نشی جوړولی.

پرون د دوشنبی په ورځ هم اېران ووېل کله چې د امرېکا منتخب جمهور رئېس براک اوباما په بله مېاشت کې جمهور رئېس شی نو دېته ضرورت لری چې د سز او انعام له پالېسی نه لاس د اېران د اټومی پروگرام په برخه کې لاس واخلی.

د اېران خارجه وزارت نطاق حسن قشقاوی ووېل چې تهران به د خپلو ېورانېمو د غنی کولو له پروگرام نه لاس وانخلی که څه هم ښاغلی اوباما کوشش کوی چی اېران د خپل اټومی پروگرام په برخه کې له خپلې لارې نه واړوی.

ښاغلی اوباما د ېکشنبی په ورځ د اېن بی سی په ېو ه پروگرام کې ووېل چې دی دېته چمتو دی چې اېران ته هڅوونکي اقتصادی امکانات ورکړی چې د ېورانېمو له غنی کولو نه لاس واخلی.

خو اوباما دا خبرداری هم ورکړ چې که چېرې اېران انکار وکړی نو نړېواله ټولنه بندېزونه نور هم سختولی شی.