بشری حقونه: د لیلي دښتې د جنگي جنایتونو شواهد باید وساتل شي

د بشری حقوقو ېوه اداره چې په امرېکا کې دېره ده په افغانستان کې ېې د ناټو د قواو له قوماندان ډېوېډ مک کېرنان نه غوښتنه کړېده چې دهغه ډله ئېز قبر د ځای په خوندی ساتلو کې مرسته وکړي چې په شمال کې پېدا شوی دی او ښاېې د جنگی جناېاتو شواهد پکی موجود وي خو اوس تخرېب شوی دی.

ددوشنبی په ورځ د بشری حقوقو ډاکټرانو په ېوه خبر لېک کې له جنرال ډېوېډ مک کېرنن نه غوښتنه وکړه چې له ملگرو ملتونو سره د د شت لېلي د شواهدو د بقاېاو په خوندی ساتلو کې مرسته و کړې. ددشت لېلی قبرونه په ٢٠٠٢ مېلادی کې پېدا شوې ول.

د بشری حقوقو دغه ډله چې دامرېکا په باسټن کې دېره ده د ماهرانو له قوله واېې چې دوی په دغه ځاې کې ډېر غټ سوري لېدلی دی. هغوی پرامرېکا او افغانستان باندی غږ کړېدی چې په دې برخه کې تحقېقات وکړی.

د تېرې جمعی په ورځ د بشری حقوقو ډلو ووېل چې افغان جنگسالار جنرال عبدالرشېد دوستم له دغه ځاې نه د جنگی جراېمو احتمالی شواهد لېری کړېدی.

په رپوټ کې وېل شوېدی چې دا مرېکا انډېوال دغه قوماندان د ٢٠٠١ مېلادی کال د نومبر په مېاشت کې په سوونو هغه بندېان چې ده ته تسلېم شوی ول، ووژل او دهغوی مړي ېې هلته تر خاورو لاندی کړل.