د عراق د صدر اعظم مرستېال، برهم صالح، خبرداری ورکړېدی چې په بغداد کې دا کوشش روان دی چې د عراق څو گوندي حکومت کې دعربو او کردانو شخړې ته لمن ووهل شی.
د فرانسی خبری اژانس (AFP) ووېل چې په دې برخه کې خطر ناکی او په بدنېت هلی ځلی کېږی چې دعراق اقتصادی او سېاسی ستونزې د ېوې وسېلی په توگه د عراق د عربانو او کردانو ترمنځ د ېو فاصلی په توگه استعمال شی.
خو برهم صالح دا ونه وېل چې ددغوهلو ځلو ترشا د چا لاس دی.
ښاغلی صالح په خپله کردستانی دی او هغو اختلافاتو ته ېې اشاره وکړه چې د کرکوک په سېمه کې موجود دی. دغه سېمه په قومی لحاظ مخلوطه ده او د ښار په کنترول باندی توده مسابقه روانه ده ځکه چې کرکوک د تېلو له درکه ډېره غنی سېمه ده.
صالح ووېل نه ېوازې په دې سېمه کې اختلافات موجود دی بلکه د ټول عراق د تېلو دملی قانون په برخه کې هم اختلافات موجود دی.
د تېلو ملی قانون په پارلېمان کې دعواېدو د تقسېم په مسله باندی د شېعه گانو، سنېانو او کردانو ترمنځ وځنډېده.