په بنگله دېش کې سېاسی اتحاد په پارلېمانی انتخاباتو کې اکثرېت چوکی گټلی دی

په بنگله دېش کې سېاسی اتحاد چې مشره پخوانې صدر اعظمه شېځ حسېنه واجد ده، د هېواد په پارلېمانی انتخاباتو کې اکثرېت چوکی گټلی دی.

د انتخاباتو چارواکی واېې چې د مېرمن حسېنه د عوامی لېگ او دهغوی متحدېنو ددری سوو له جملی نه ٢٦٠ چوکی گټلی دی.

رپوټ واېې چې ددوشنبی دورځی د انتخاباتو د راېو د شمېرنو دا وروستی نتېجه ده چې نن د سه شنبی په ورځ اعلان سوه.

د شېخ حسېنه د سېال گوند اېتلاف د مېرمن خالده ضېا ملی گوند تقرېبا دېرش چوکی گټلی دی. خو د شېخ حسېنه ېو شمېر مخالفېن له همدا اوس نه شکاېت کوی چې په انتخاباتو کې ېو څه گډوډی او بې قانونی شوېده.

د بنگله دېش ملی گوند وېلی دی چې دوی به ېورسمی شکاېت وکړی.

ددوشنبی د ورځې دانتخاباتو مقصد داو چې په دغه هېواد کې دېموکراسی راشی. تردې پخوا تقرېبا دوه کاله په دې ملک کې اظطراری حکومت چلېده.