د امریکا منتخب جمهور رئیس برک اوباما پرون ماښام واشنگتن ته ورسید او پدې سره یی سپینې ماڼۍ ته د رسیدو بل پړاو چې د جنوري په شلمه پوره کیږي، اوچت کړ.
دا د نوامبر څلورمې نه را پدې خوا کله چی ده په امریکا کی د جمهوري ریاست انتخابات وگټل، په حکومتي الوتکه کې د هغه لومړنۍ سفر و.
اوباما پداسې حال کې چې په اوه سوه اوه پنځوس ډوله الوتکه کې د ختو په حال کې و خبریالانو ته وویل چې په شیکاگو کی د خپل کور نه جلا کیدل ورته گران و.
منتخب جمهور رئیس اوباما به په سپینې ماڼۍ کې د ځای په ځای کیدو
نه مخکې د هې ادمز په نوم هوتل کی د دوه اونیو دپاره پاتی شي.
او د امریکا غږ د خبریال د
پاولا ولفسن د داسی گزارش راکوی چی په تر څو اوونی پوری به د اوباما کورنی
د هغه د کورنی سره سم خپل نوی کور ته یعنی سپینی ماڼی ته کډه شی.
دا نقل مکان د امریکا لپاره یو لوی انتقال دی او په خصوصه توگه یوی خاصی کورنی ته براک، میشل او د هغه دوه لوڼی د شیگاگو د دری پوریزه کور څخه به هغه ځای ته کډه شی چی ٢٠٠ کلن تاریخی قدامت لری.
هغه د استوگنی ځای ته چی د نړی تر ټولو لوی د اوسیدنی ځای شمیرل کیږی.
د سپینی ماڼی په لمړی پوړ کی تاریخی او دولیت خونی موقعت لری. په دوهم پوړ کی چی تر اوسه پوری د عامه خلکو لخوا لیدل شوی ندی، د جمهور رئیس د استوگنی ځای دی چی جمهور رئیس به هلته ژوند کوی.
او اخری او دریم پوړ کی ١٦ خونی لری چی کیناستلو خونی، د میلمنو خونه، پنځه د خوب خونی، او یو پخلنځای موقعیت لری.
سپینه ماڼی د ٨٠ په خواوو شا کی مستخدمان لری تر څو د سپینی ماڼی په صفایی کی برخه واخلی خو میشل اوباما مخکی له کخکی څخه ټولو ته دا ویلی چی د هغی لوڼی به خپلی د خوب خونی خپله ټولوی او صفا کوی به یی.
میشل: "دا زما د هدفونو څخه چی د هغوی بستر به تاسو نه ټولوی خو مگر کولای شی چی زما بستر ټول کړی."
گری والتز چی د سپینی مانی د مستخدیمینو یو متقاعد امر دی وایی چی د گل جوړوړونکی او یا د پیشخدمت لرل ډیر ښه کار دی.
"د سپینی مانی لمړی درجه اشپزنه داچی ډیر ښه اشپز دی او ښه شیان پخوی خو ډیر ژر به د اوباما د لورگانو لپاره د نوی خواړو د پخولو سره هم اشنا شی."
د اوباما کورنی به ډیر ژر هغه خوفیه ځایونه به د سپینی مانی وگوری کوم چی د هغوی د تفریح لپاره جوړ شوی دی، لکه لامبو وهنی حوض، دبولینگ د لوبو میدان، د تینس هغه میدان چی اوس د اوباما لپاره یی د باسکتبال په میدان تبدیل کړی، او حتی یوه کوچنی باغچه چی د ونو شاته پټه ده او د اوباما دوی لوڼی به هلته لوبی کوی.
خو د اوباما په وینا د هغه غوښتنه دا ده چی د اخری حده پوری به هغه دا زیار وکړی چی د هغه لوڼی دی عادی او ارامه ژوند ولری.
اوباما: "هغوی ډیر مهربانه او با استعداده ماشومان دی. ټولو ته ډیر احترام قایله دی. نو هغوی چی ددی شیانو د ساتلو قادریت پیدا کړ نور ټول شیان په خپله ښه کیږی."
د جمهور رئیس بوش لوڼی د هغه د پلار د ریاست په وخت کی پوهنتون ته تللی نو تر اوسه پوری کوم ماشوم سپنی مانی ته ندی راغلی نو دا وجه ده چی ټول په سپینه مانی کی د هغوی راتگ ته منظر دی.
"زما په نظر د سپینی مانی کارکونکو لپاره ماشومان یوه ډیره په زړه پوری خبره ده. د سپینی ماڼی په دهلیزونو کی ماشومان غږ به د هغوی ډیر خوښ شی."
د تحلیف ورځ هماغه ورځ ده چی هغوی به سپینی ماڼی ته ورځی. د هغه وخته چی جمهور رئیس جمهور بوش د قسم خوړلو مراسم ته راځی نو د همغی وخته به په سپینی ماڼی کی د نوی جمهور رئیس لپاره تیاری نیول کیږی.
د سپینی مانی کارکونک به د پخوانی جمهور رئیس د کور شیان ټولی او یو معینه ځای ته به انتقالوی. او بیا به د لمړی منزله نیولی د نوی جمهور رئیس د کور په جوړولو به پیل کوی.
نو دا دی چی هغه به پس له مراسمو خپل نوی کورته راځی
او د هغوی د کور نوی ادرس به ١٦٠٠ جاده پنسلوانیا اوینو وی.