د کابل د هوا کثافت - د عصبانیت عامل

د افغانستان د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی چې د کابل ښار د هوا کثافت د خلکو ترمنځ د تاوتریخوالي او په ځانگړې توگه د ماشومانو د ناراحتۍ سبب گرځیدلی.

دغی بیړنې کمیسون چې د جمهور رئیس حامد کرزي له خوا د دوشنبې په ورځ تشکیل شو په اعلامیه کې لیکلي چې د کابل ښار د هوا د الودگۍ عمده دلیلونه د خارجي نړیوالو موسساتو د ډیزلې جنراتورونو او موټرو زیاتوالی دی.

د روغتیا وزیر سید محمد امنین فاطمي چې د همدې کمیسون غړې هم دی وایې د هوا الودگي یو خاموش سونامي توپان او تر تروریزم زیات خطرناکه دی.

ددی کمیسون ریاست، پخپله جمهور رئیس کوي او سل ملیونه ډالره بودجه ورته ځانگړی شوی ده.