پاکستان: د هند سره به جنگ و نه شی

د پاکستان د استخباراتو د ادارې رېس واېې چه د هند سره به جنگ ونه شی. هغه ووېل چه په مومبئ باندی دحملو په وجه چه ېو سلو اوېا کسان په کې ووژل شول، دهند سره د جنگ امکان نه شته.

د پاکستان داې اېس اې داستخباراتی ادارې رېس جنرال احمد شجاع پاشا د سه شنبی په ورځ د المان د د شېیگل مجلی سره په ېوه مرکه کې ووېل چه هند نه بلکه ټرورزم تر ټولو زېات د پاکستان امنېت لپاره ترټولو غټ خطر دی.

جنرال پاشا ووېل چه اې اېس اې اوس د هند او پاکستان د حکومتونو ترمنځ ېو د بل په خلاف د مخ په زېاتېدونکو الزامونو او ناندرېو نه خپل ځان لری ساتی.

د سه شنبی په ورځ دهند صدر اعظم منموهن سنگ ووېل کومو کسانو چه په مومبئ باندی وژونکې حمله کړی وه د هغه په قول حتما به ورسره د پاکستان د کومې رسمې ادارې ملاتړ موجود ؤ.

د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشی، د هند د صدر اعظم څرگندونې ماېوسه کوونکې وبللی.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت په خپله ېوه مطبوعاتی اعلامېه کې ووېل چه دښاغلی موهن سنگ وېنا د ېوه تعرضی پروپاگند نه سېوا بل هدف نه لری.

په عېن وخت کی هند واېې چه په نړېواله سطحه ېې خپل دېپلوماتېکی کوښښ زېات کړی دی چه په اسلام اباد باندی فشار زېات کړی.

پرون د هند د خارجه وزارت سکرتر شېوشنکر مېنون د اروپ او امرېکا، منځنی ختېز او لاتېنی امرېکا په شمول د پنځوسو ملکونو د ېپلوماتونو ته په نوي ډهلی دهغو شواهدو په باب معلومات ورکړل چه دهند حکومت واېې په مومبئ باندی د حملو په اړه د پاکستان لاس لرل ثابتوی.