اوباما - د مخالف گوند له مشرانو سره د اقتصاد د محرک پلان په باب خبری

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما نن د سه شنبی په ورځ کاپېتول هېل ته ددی لپاره ولاړ چې د جمهوری خواه گوند له مشرانو سره د امرېکا په اولسی جرگه او مشرانو جرگه کې ملاقات وکړی.

هغه له دغو مشرانو سره دهغو ٨٢٥ بلېونو ډالرو په محرک اقتصادی پلان باندی خبری وکړی چې ده داقتصادی د ښه والی پېشنهاد کړی و.

جمهوری خواهانو له دغه اقتصادی پلان سره چې ډېر ې زېاتې پېسی پکی مصرفېږی خپل مخالفت ښودلی دی.

په دغه پلان کې به ٢٥٠ بلېونه ډالره په مالېه کې کم شی او ٥٥٠ بلېونه ډالره به په عمومی پروژو ولگول شی.

په دغه پلان کې د مصرفو لو برخه په هغو عام المنفعه پروژو پورې اړه لری لکه د سړکونو او پلونو جوړول.

دنورو کارونو ترڅنگ به د ساېنس او اېنرژی په برخه کې هم پېسی ولگول شی.

جمهوری خواهان واېې چې په دغه لاېحه کې ېو شمېر غېر ضروری شېان شته دی چې په هغو کی د دکورنی پلان جوړونی او صحی خدمات شامل دی.

له دغه پروگرام نه به هغه امرېکا ېان گټه اخلی چې عاېدات ېې کم وی.

جمهوری خواهان غواړی چې په مالېه کې کمښت راشی. هغوی فکر کوی چې دامرېکا د ناروغ اقتصاد علاج په دې توگه ښه کېدلی شی.

د امرېکا د اقتصادی کمزوری په نوره نړی هم ناوړه اغېزه کړېده.