اوباما: کیدای شی چی د گوانتانامو بندیان ترهگری ته مخه کړی

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما دهغه احتمال په باره کې اندیښنه څرگنده کړه چې د گوانتانامو بندیان له بند نه خوشی کیدای شی چې په راتلونکی کې د امریکا د گټو په خلاف حملی وکړی.

ښاغلی اوباما د امریکا د (این.بی.ثی.) د تلویزیونی شبکی سره په مرکه کې وویل، دخپلی اندیښنی سره به هغه ددغه زندان د تړلو احساس کوی، بالاخره هیواد محفوظه وی، او اساسی قانون او دود به جریان لری.

د جمهور رئیس په حیث ښاغلې اوباما خپل یو فرمان خپور کړ چې وائې، د یو کال په موده کې دی د گوانتنامو زندان وتړل شی.

ښاغلی اوباما په خپله مرکه کې چې پرون ددوشنبی په ورځ خپره شوه وویل، که امریکا د خپل اساسی قانون او ارزښتونو ملاتړ ونکړی نو د القاعدی په شان ډلو لپاره د استخدامولو یوه وسیله شی.