په افغانستان کې یو برتانوي صاحب منصب توقیف شوی

په افغانستان کی یو برتانوی عسکري صاحب منصب په دې تور نیول سوی چی رسمی اسناد یې افشا کړي دي.

د برتانیې ددفاع وزارت پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چی دغه صاحب منصب به بیرته برتانیې ته ورسول سی او د لندن د پولیسو له خوا به یې تحقیقات وسی.

د برتانیې د «سن» په نامه ورځپاڼه وایی چی په دې صاحب منصب باندی دا تور لگیدلی چی د بشري مرستو یوه کارکونکي ته یې د ائتلافي قواو د عملیاتو په وخت د وژل سوو ملکي خلکو د شمیر په باب معلومات ورکول. هغه به د برتانیې د رسمي پټو اسرارو د قانون نه د سرغړوني په تور محاکمه کیږي.

ورځپاڼي دغه سړی ۴٨ کلن ډگرمن اووین میک نالي بللی دی ، مگر د هغه هویت لا رسما نه دی تایید سوی. که په هغه باندی دا جرم ثابت سی نو تر ١۴ کالو پوری د بند سزا پر راوتلای سی.