پر اروپايي اتحاد د ناټو د مشر انتقاد

دناټو مشر ددغه اتحاد په ځینو اروپائې غړوهیوادونو باندی انتقاد کړیدی چې په افغانستان کې دخپل عسکرو شمیر نه زیاتوی.

د ناټو عمومی منشی یاپ دهوپ شیفر نن په مونشن کې دامنیت د(۴٥ ) می کلنی غونډی ته دوینا په وخت کې دکوم هیواد نوم یاد نکړ.

هغه وویل،په اتحاد کې دا دسیاسی توازن لپاره ښه نده چې واشنگټن نظامی بار په اوږو واخلی ، حتی چې ځنی اروپائې متحدین په ناټوکې داروپادزیات اثررسوخ غوښتنه کوی .

توقع ده چې دامریکا دجمهوررئیس مرستیال جو بائډن نن په مونشن کې غونډی ته دوینا په وخت کې دنوی حکومت دبهرنی پالیسی لومړیتوبونه څرگند کړی .

هغه مخکې لدی نه چې دجمعی په ورځ له امریکا نه المان ته روان شی ، دځنیو مهمو موضوعاتو په باره کې دجمهوررئیس بارک اوباما نظر ته اشاه وکړه چې برسیره پرنورو شیانو په افغانستان کې دامریکا له متحدینونه دزیاتی مرستی غوښتنه کوی.