په دې اونی کې به د افغانستان او پاکستان خارجه وزېران په واشنگټن کې د امرېکا له معتبرو مشرانو سره ملاقات وکړی.
هغوی دواړه به د امرېکا د پالېسی په نوی کتنه کې په دې سېمه کې برخه واخلی. توقع ده چې د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشی د امرېکا له خارجه وزېر هېلری کلنټن سره ملاقات وکړی.
هغه به وروسته بېا د پاکستان او افغانستان لپاره د امرېکا له خاص استاځی رېچرد هالبروک او نور عالېرتبه چارواکېو سره هم ملاقات وکړی.
د افغانستان خارجه وزېر رنگېن دادفر سپنتا به د امرېکا او پاکستان له خارجه وزېرانو سره په درې کسېزو خبرو کې د ترهگری خلاف جگړه کې برخه واخلی.
دغه دواړه خارجه وزېران د ېکشنبی په ورځ واشنگټن ته را روان شوېدی.
د امرېکا حکومت په دې باندی اندېښنه څرگنده کړېده، چې پاکستان له افراطی طآلبانوسره چې غواړی د سوات په سېمه کې اسلامی قانون نافذ کړی ېوتړون کړېدی.
ځاېې چارواکی واېې چې هغوی دا تړون ددې لپاره لاسلېک کړېدی چې په سېمه کې د افراطېانو د زېاتېدونکی بغاوت مخه ونېسی اوکرار ېې کړی.