بغداد کې چاودنې ٢ عراقي عسکر ووژل

د عراق چارواکي وايي، په پایتخت بغداد کې د سرک د غاړې د بم په یوې چاودنه کې دوه عراقي عسکر وژل شوي او لږ تر لږه ١٠ تنه نور زخمي شوي دي.

چارواکي وايي، د پوځ یوه گزمه نن سهار د سرک د غاړې په بم وربرابره شوه. په پیښه کې اکثره زخمیان د ښوونځيو زده کوونکي دي.

د یوه بل خبر له مخې، د امریکا د جمهوري ریاست مرستیال جو بایډن ویلي، ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس براک اوباما تر سبا پورې له عراق نه د یو شمیر امریکايي عسکرو د راوتلو پریکړه اعلان کړي.

بایډن وویل، ښاغلی اوباما خپل د انتخاباتي مبارزو پر وخت د کړي ژمنې سره سم له عراق نه د عسکرو د را ایستلو د پلان جزیات اعلان کړي.

جمهور رئیس اوباما د انتخاباتي مبارزو په وخت کې ژمنه کړې وه چې په ١٦ میاشتو کې به له عراق نه ټول محاربوي عسکر راوباسي.