ماهرینو د امریکا د پالیسۍ بدلون وغوښت

په امریکا کې د ماهرینو یوې ډلې پرون ددغه ملک د مشرانو جرگې ته وویل چې د افغانستان او پاکستان په اړه باید د امریکا پالیسي بدله شي.

پرون د مشرانو د جرگې د دفاعي چارو کمیټې ته د ماهرینو ددغې ډلې ډیرې خبرې پر افغانستان راټولې وې. ښاغلي اوباما پریکړه کړې چې په افغانستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ د مخنیوي لپاره دغه ملک ته ١٧ زره نور عسکر لیږي.

دغه ډلې پرون د جمهور رئیس اوباما د اضافي عسکرو د لیږلو پلان تائید کړ خو ویې ویل چې د افغانستان مسئله یوازې د عسکرو په زیاتولو نه حل کیږي.

د ماهرینو دغې ډلې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو تر منځ د هماهنگئ پر ډیرېدو تاکید وکړ او ویې ویل چې په مشترک ډول باید د افغانستان د حکومت سره مرسته وشي چې خپله اردو تقویه کړي.

دوی همدارنگه وویل، په کار ده چې د افغانستان په اړه د جمهوري غوښتونکي سناتور، جان کمین پیشنهاد ته توجه وشي چې په سیمه کې د امریکا د رول په اړه یې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهور رئیس اوباما حکومت یوه عالي رتبه کمیسیون ته دنده سپارلې چې د سیمې لپاره پر ستراتیژئ غور وکړي.

په واشنگټن کې د ملي دفاعي پوهتنون د جنوبي آسیا او نږدې ختیځي آسیا د څانگې رئیس، متقاعد جنرال ډیویډ بارنو وايي:

"زما په عقیده په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې هڅې د ناکامئ په خوا روانې دي. تر اوسه لا ددې موقع شته چې دغه حالت بدل کړو. خو دا کار د امریکا د لارښوونې رول ته ضرورت لري، زیات کار او یو مشخص ستراتیژک دریځ ټاکلو ته ضرورت دی".

جنرال بارنو وویل، د افراطیت ضد هلې ځلې باید هماهنگې شي.

"په دغه متحده ستراتیژي کې باید د مخدره موادو ضد مبارزه، د قانون د حاکمیت او حکومتدارئ تامینولو، پرمختگ، د امنیتي قواوو تقویه کول او د تروریزم ضد مبارزه شامله وي".

هغه وویل، دغه هدف ته په درې قدمونو کې رسېدل امکان لري. لومړی، امریکا او متحد ملکونه باید د افغانستان د ثبات چاره وکړي او راتلونکو انتخاباتو ته امنیت ونیسي.

هغه وویل، په آینده کال کې باید ټوله توجه د افغانستان د روزنې او تقویې او همدارنگه د ادارو جوړښت ته واوړي.

جنرال بارنو وايي؛ دریم قدم چې د ٢٠١٥ څخه تر ٢٠٢٥م پورې تطبیق شي، هغه دا چې ټولو کنترول باید د افغانستان د حکومت لاس ته ولویږي. خو هغه وخت چې امنیت بشپړ تامین شوی وي او ملک په اقتصادي لحاظ په پښو ولاړ وي.

جیمز ډبنز دلته په امریکا کې د رینډ د تحقیقاتي مرکز د نړیوال امنیت او دفاعي چارو د څانگې رئیس دی چې یو وخت یې په افغانستان کې د سفیر په توگه دنده تر سره کړې ده.

ښاغلي ډبنز پرون د امریکا د مشرانو د جرگې د دفاعي چارو کمیټې ته وویل چې په افغانستان کې د امریکا د پالیسۍ هدف باید د افغانستان د خلکو د امنیت ټینگول وي.

"زموږ هدف نه خو طالبانو ته ماتې ورکول او نه هم د افغانستان د راتلونکې ټولنې د شکل جوړول دي. د امریکا او متحده ملکونو هدف باید د افغانستان د روان ناامنه حالت بهتره کول وي او ددې غم وخوري چې آینده کال باید د روان کال په نسبت کم بې گناه افغانان ووژل. که امنیت ښه شي او خلک د مسئونیت احساس وکړي، دوی کولای شي، آینده وټاکي".

د کارپوهانو دغې ډلې، وویل پاکستان دا وخت په سیمه یوه بله مهمه ستونزه ده. او ویې ویل چې امریکا باید ددغه ملک له نظامي او اقتصادي اصلاحاتو سره مرسته وکړي.