په واشنگټن کې د غالیو او تیکو نندارتون

په واشنگټن کې د تیکو موزیم څه ورځې له مخه د نړۍ له گوټ گوټ څخه د غالیو او تیکو یو ښکلی نندارتون پرانیست چې خلکو ته موقع ورکړي چې په ننداره شوو غالیو کې نغښتی د بیلا بیلو سیمو او وختونو تاریخ وگوري.