'کرزی تر انتخاباتو پوری په قدرت کې په پاتی کیدو باندی ټینگار کوی'

دافغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پریکړه منلی چې غواړی انتخابات د اگست په اخرکې وشی، سره لدی چې د ښاغلې کرزی پیشنهاد دا وچې د انتخابات دی د اپریل په میاشت کې وشی.

په داسی حال کې چې دحکومت مخالفین دهغه د استعفئ غوښتنه کوی چې وائې، موده ئې د می د میاشتې په ٢١ ختمیږی، ښاغلی کرزی دی خبری ته اشاره کړیده چې غواړی دانتخاباتو دکیدو پوری په قدرت کې پاتی شی.

ښاغلې کرزی او د هغه سیاسی مخالفنیو څو میاشتی پدی موضوع بحثونه کول چې کله بایدد جمهوری ریاست د مقام لپاره انتخابات وشی او ښاغلې کرزی به وروسته له هغی چې دمی د میاشتی په ٢١ نیټه ئې موده پوره کیږی، له هغې نه وروسته به څه کوی.

دهغه مخالفین وائې، دوی غواړی چې پارلمان موقتی جمهور رئیس انتخاب کړی چې هغه به د ښاغلې کرزی ددوری او داگست دمیاشتی دانتخاباتو ترمنځ جمهوررئیس وی .

مگر د شنبی په ورځ په کابل کې په مطبوعاتی کنفرانس کې جمهور رئیس دغه پیشنهاد رد کړ چې وائې، هغه باید دانتخاباتو نه د مخه قدرت پریږدی.

ښاغلئ کرز وائې: "دغه موضوع حل ده او دی به دانتخاباتو پوری په قدرت کې وی . هغه دا وعده هم وکړه چې انتخابات به نورونه ځنډوی."

دهغه مخالفین شکایت کوی چې جمهور رئیس به دخپل مقام نه داگست دمیاشتی په انتخاباتو کې نامناسبه گټه واخلی او دوی پیشنهاد کوی چې هغه به انتخابات پخپله خوا را واړوی.

جمهوررئیس دشنبی په ورځ ددغو اندیښنو په باره کې په مستقیمه توگه څه ونه ویل او ددی په ځای ئې له سیاستمدارانو نه وغوښتل چې داگست د میاشتی د انتخاباتو سره موافقه وکړی، خپل شکایتونه یوی خوا ته کیږدی او په انتخاباتی مبارزه لاس پوری کړی.

ښاغلئ کرزی وائې: "اوس داسی ښکاری چې موږ ټول ملی موافقه غواړو. ملی موافقه صحیح کار دی چې وی کړو، که دوی ددی سره موافقه ونلری نو بیرته به اساسی قانون ته رجوع وکړو."

دافغانستان دانتخاباتو کمیسیون تیره هفته پریکړه وکړه چې داساسی قانون له مخی داپریل په میاشت کې دانتخاباتو کیدل دامنیتی او لوژستیکی اندیښنو په علت نا ممکن دی.

امریکا او ملگری ملتونه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پریکړی ملاتړ کوی او وائې، د محفوظو، عادلانه او باوری انتخاباتو لپاره داگست میاشت ښه نیټه ده. مگر دامریکا مامورانو د افغانستان له پارلمان نه غوښتی دی چې یوه قانونی لاره چاره ولټوی چې ددی ډاډ ورکړی چې دمی دمیاشتی او دانتخاباتو ترمنځ حکومت باثباته وی.

دا تراوسه څرگنده نده چې د ښاغلې کرزی مخالفین به له خپلی غوښتنی نه تیرشی چې وائې، هغه دی دانتخاباتو نه دمخه استعفئ وکړی.

په عینی وخت کې په ایران کې ماموران وائې، دوی دامریکا په بلنه باندی غور کوی چې دمارچ دمیاشتی په اخر کې دی دافغانستان په باره کې په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلی. دحکومت نطاق په تهران کې خبریالانو ته وویل، ایران دی ته تیار دی چې دخپل گاونډی ملک سره مرسته وکړی .

دامریکا د بهرنیوچارو وزیری پدی هفته کې وویل، امریکا غواړی چې دافغانستان په باره کې یوه غونډه جوړه کړی چې په هغې کې به ټولی خواوی شامل وی. میرمن کلنټن وویل، ایران ته به دافغانستان دگاونډی په حیث بلنه ورکړل شی.

داوباما حکومت پدی ټیکی ټینگار کوی چې ددی لپاره چې په افغانستان کې دمخ په زیاتیدونکی تاو تریخوالی مخه نیول شوی وی یو نوی سیمه ایزحل دی پیدا شی.

پدی وروستیو هفتو کې دپاکستان او افغانستان استازو دامریکا دمامورانو سره څو غونډی کړی چې په سټراجی او پالیسو باندی خبری وکړی.