مشرف په هند کې د نظام الدین اولیا په زیارت کې دعا وکړه

د پاکستان پخواڼي جمهور رئیس، پرویز مشرف، پرون د هند په پایتخت نوی دهلي کې د مسلمانانو په مهم عبادت ځای دنظام الدین اولیا په زیارت کې دعا وکړه.

دغه زیارت ته د هغه د تگ په وخت امنیتي تدابیر هم نیول شوی و.

هغه تر هغې د مخه جامه مسجد ته هم ورغلی و او هلته یی د دعا دپاره لاس اوچت کړ. د ده لیدلو ته هم زیات شمیر عام خلک را ټول شوی و.

مشرف پخپله د هند د پایتخت نوی دهلي په نهرا ولي حویلي نومی سیمې کی ځیږیدلای دی. دا ځای شاو خوا یو کیلومتر د جامع مسجد نه لری پروت دی.

وروسته لدې چې په نولسوه اوه څلویښتم کال کی پاکستان د هند نه جلا شو نو هغه د خپلی کورنی سره یو ځای پاکستان ته لاړ او هلته یی ژوند غوره کړ.