دا ځاې په ستراتېژېک لحاظ په دې سېمه کې ډېرمهم دی ځکه چې د افغانستان په سرحد کې واقع دی.
دوه اوونئ وړاندی په باجوړ کی د طالبانو د یو مشر لخوا د پوځ سره د اوربند د اعلانیدو نه پس دا لومړئ نښته ده.
پاکستانئ پوځ وایی چی یاغیانو د ناوگئ په سیمه کی د دوی په یوه عسکرو ډزی وکړی.
او کله چی دوی پری ځوابی ډزې وکړو نو څلور کسان یی پکی ووژل شو
په عین حال کی د مومند ایجنسئ نه هم د پوځ او یاغیانو ترمنځ د نښتو خبرونه رارسیدلی دی. هلته پاکستانی پوځ ویلی دی چی د یکشنبی په ورځ ناوخته یی ١٥ یاغیان وژلی دی.
دی نه وړاندی په همدی سیمه کی طالبانو د پاکستانی ملیشی لږ تر لږه د یارلس منصبداران وژلی وو.
تیرو څو کالو کی د پاکستان او افغانستان په پوله د حملو لړئ شدت اختیار کړیدی. ویل کیږی چی په دی منطقه کی د طالبانو او القاعده یاغیان مرکزونه لری.
له بلې خوا د سوات په دره کی د پاکستان سرحدی ایالت مشرانو او محلی پاکستانی طالبانو ترمنځ اوس هم هغه موافقه پر ځایی ده چی دری هفتی مخکی پری امضا گانی شوی وې.
په دې موافقه کې د سوات په ناوه کی د اسلامی شریعت د نافذولو او په مقابل کی د طالبانو لخوا د وسلې د کیښود لو فیصله شوی وه.