پاکستانی مقاماتو نن په دوو صوبو کی په سلگونو کسان نېولی دی

پاکستانی مقاماتوددغه هېواد په دوو صوبو کی په مظاهرو او سېاسی فعالېتونو باندی بندېز لگولی دی، تر څو د لاهور نه اسلام اباد ته د حکومت د مخالفانو د مارش مخه ونېسی.

د سېند حکومت نن په سېاسی مظاهرو او اعتصابونو باندی د پنځلس ورځو لپاره پابندی ولگوله.

همدا شان د پنجاب صوباېې حکومت هم نن د مخالفانو په مظاهرو باندی پابندی لگولی ده او ېو گڼ شمېر سېاسی مخالفان ېې نېولی دی.

د پاکستان پخوانی صدر اعظم نواز شرېفنن دخپلو طرفدارانو او مدافع وکېلانو نه وغوښتل چه دستری محکمی د پخوانی رېس د بر حاله کولو لپاره دې راغونډ شی او په اسلام اباد کې دې مظاهره وکړی.

د پاکستان د حکومت د مخالفو گوندونو مشرانو سباپه اصطلاح دد ېوه اوږده مارش غږ کړی دی. دا مارش چه د لاهور نه شروع کېږید مارچ په شپاړسمه به اسلام اباد ته راورسېږی.

د پاکستان د کورنېو چارو مسوول رحمان ملک ووېل چه امکان شته د مظاهره کوونکو په خلاف د جرم د ارتکاب تورونهولگول شی.

د پاکستان حکومت پخواني صدر اعظم نواز شرېف ته اخطار ورکړی دی چه شاېد ځېنی وېناگانې ېې ددولت په خلاف د بغاوت معنی ولرشی تقرېبا دوه کاله مخکی د مارش په نهمهد پاکستان پخواني جمهور رېس پرویز مشرف دستری محکمې رېس افتخار محمد چودری دخپل مقام نه برطرفه کړ، چه بېا وروسته د حکومت ددی اقدام په خلاف په ټول پاکستان کی مظاهری و شوی.

نواز شرېف په اوسني جمهور رېس اصف زرداری باندی دا تور لگوی چه دقاضېانو په کارونو او فېصلو کی مداخله کوی.