نن د استرالیا صدر اعظم کیون رد وویل که امریکا ترې غوښتنه وکړي، هغه به افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو د مسلی پر احتمال باندی غور وکړي.
هغه زیاته کړه چی په نړیوال ملی وجهي صندوق کې د چین د رول د لا پرخولو ملاتړ کوي.
دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې د جمهور رئیس په توگه د ښاغلی اوباما د ټاکل کیدو نه پس ښاغلی رد واشنگتن ته په سفر راځي.
ښاغلی رد د خپل سفر نه مخکی د یوې تلویزیونی مرکی په ترڅ کې دا خبری وکړې.
هغه به په اروپا کې د لوړ رتبه مامورینو په غونډه کی چې د اقتصادي کړکیچ سره د مبارزې پر لارو چارو باندی د څبرو دپاره دایریږي هم گډون وکړي.
استرالیا د امریکا ملگری هیواد دی چې د افغانستان په جنوبي برخه کی یی زر تنه عسکر چې طالبان هلته مخ په خوریدو او غښتلي کیدو دی، دنده تر سره کوی.