پاکستان کې د ناټو پر اکمالاتو بیا حملې شوي

مشکوکو پاکستاني تندلارو پیښور ته نږدې پر هغې لارې باندې حملې کړي دي چې په افغانستان کې میشتو امریکايي او د ناټو عسکرو ته پرې اکمالات کیږي.

پولیسو وویل، د تندلارو یوه ډله چې راکټونه ورسره وو، پیښور ته نږدې د فرهاد پر ټرمینل یې حمله وکړه او دولس اکمالاتي لاریو ته یې زیان ورساوه.

تر اوسه د تلفاتو د اوښتو رپوټ نه دی خپور شوی.

د ډیر وخت راهیسې د پاکستان په صوبه سرحد کې پر دغو اکمالاتي لارو باندې حملې کیږي. پرون د خیبر د جمرود په ښار کې په یوه مسجد کې په ځانمرگې حمله کې پنځوس تنه ووژل شول. په دغه حمله کې ٧٠ تنه زخمي شوي دي.

دغه مسجد د پولیسو پوستې ته نږدې پر هغه سرک پروت دی چې د د ناټو او امریکا عسکرو ته پرې اکمالات کیږي.