ټاکل شوی ده چه د مصر د استخباراتو رېس عمر سلېمان به د اسراېلو د نوی سخت درېځه حکومت د لوړ رتبه مقاماتو سره د خبرو په منظور نن اسراېلو ته سفر وکړی.
عمر سلېمان د صدر اعظم بنجامن نتنېاهو او د دفاع د وزېر ېهود اولمېرت سره ملاقات وکړی.
د اسسوسېتېد پرس خبری اژانس د اسراېلو ددفاع ډ وزارت د مقاماتو له قوله واېې چه په دی خبرو کی به د غزې د سرحد په اوږدو کی د امنېت په ساحه کی په همکاری باندی خبری وشی.
خو معلومه نه ده چه اېا عمر سلېمان به د خارجه وزېر اوېگډر لېبرمن سره هم وگوری او که نه.
لېبرمن په دی نظر دی چه فلسطېنېانو سره د سولې خبری د وخت ضاېع کول دی او دا خبره ېې هم کړی ده چه د مصر جمهور رېس حسنی مبارک دې دوزخ ته ولاړ شی.
مصر د ډېری مودی نه د اسراېلو او په غزه کی د حماس د مشرانو تر منځ د خبرو منځگړېتوب په غاړه اخېستلی دی.