طالبان له بونیر نه ووتل

د پاکستان په صوبه سرحد کې چارواکي وايي، طالبان له سلام آباد نه سل کیلومتره لرې د بونیر له ښار نه وتلي او بیرته خپل پوخ مرکز سوات ته ستانه شوي دي.

یوه محلي چارواکي، سید محمد جاوید وویل، نن د شنبې په ورځ ټول طالبان له بونیر نه ووتل او په سیمه کې د حکومت عسکر ځای پر ځای شول.

د طالبانو ویاند مسلم خان د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل، ددې لپاره یې له بونیر نه د وتلو پریکړه کړې چې په دغه ښار کې د دوی پاتې کیدو هغه تړون ته زیان رساوه چې له مخې یې د سیمې په ځینو برخو کې شریعت نافذ شوی دی.

امریکايي مقاماتو پر دغه تړون باندې کلک انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا تندلارو ته د تسلیمېدو معنی لري.

له بلې خوا، د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اشفاق کیاني د جمعې په ورځ یوه غونډه راغوښتې وه چې په سوات او بونیر کې د عملیاتو په اړه خبرې وکړي. جنرال کیاني په یوې اعلامیې کې ویلي، پوځ به تندلارو ته ددې اجازه ورنکړي چې حکومت ته قید او شرطونه پرېږدي او یا پر عامو خلکو باندې خپل اصول عملي کړي.

په سیمه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې د تړون له مخې، د طالبانو مشر صوفي محمد باید خپلو ملاتړو ته امر وکړي چې وسله پر ځمکه کیږدي خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.