یو نوی رپوټ وايي، القاعده لا تر اوسه د امریکا لپاره د ترهگرئ په برخه کې تر ټولو ستر مشکل دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال تروریزم په باب په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې تروریستي حملې د تیر کال په نسبت دوه چنده شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې القاعده په پاکستان کې بیا ځان دې ته تیاروي چې د لویدیځ پر هیوادونو باندې حملې وکړي. دوی د پاکستان په لرې پرتو سیمو کې پناه ځایون او د روزنې مرکزونه لري.
رپوټ وايي، د القاعدې ډلې له پاکستان نه افغانستان ته هم جگړه مارن لیږلي دي.
د پاکستان د ثبات په اړه امریکا ته په داسې حال کې اندېښنې پیدا شوي دي چې طالبان د پایتخت اسلام آباد سل کیلو مترئ ته رسېدلي دي. په رپوټ کې ویل شوي، په دغه ملک کې تروریستي حملې دوه چنده شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د تروریزم سره د مبارزې د څانگې مسئول رونالډ سلیچر وايي دغه تهدیدونه مخه په زیاتېدو دی.
"موږ دغه مسئلې ته د حال لارې چارې پیدا کوو. نه یوازې زموږ مرسته، بلکه د نړۍ مرسته د پاکستان د حکومت ظرفیت لوړوي چې دغو جدي مشکلاتو ته د حل عاجله چاره پیدا کړي".
د بهرنیو چارو د وزارت په رپوټ کې راغلي چې په تیر کال کې د تروریستي حملو له کبله د مړو شمیر ٣٠ فیصده راولوېد چې اصلي علت یې په عراق کې ددغه ډول حملو کموال دی.
دا وايي، په عراق کې د تروریزم خطر له دې آمله هم راکم شو چې د دوی واک کمزوری شو او ډیرې مهمې سیمې یې له لاس نه ووتلې.
سلیچر وايي، امریکا او متحدینو یې د تروریزم په مخنیوي کې پرمختگ کړی دی.
"په عراق او پاکستان کې د القاعده مشران ووژل شول. دوی د حرکت او پټېدو په حال کې وو او په لسگونو ملکونو د تروریزم ضد نوي قوانین منظور کړل".
په رپوټ کې ویل شوي چې ایران لا تر اوسه د ترویزم کلک ملاتړ کوي.
دا وايي، ایران د خپلو سیمییزو هدفونو لپاره د هغو ډلو ملاتړ کوي چې په عراق کې پر ملکي خلکو او عسکرو حملې کوي.
سلیچر وايي، ترهگر له مطبوعاتو نه د تبلیغاتي وسیلې په توگه کار اخلي. دی وايي، امریکا ته په کار دي چې ددې د مخنیوي لارې چارې پیدا کړي.