گیټس افغانستان ته ولاړ 

په داسې حال کې د افغانستان، پاکستان او امریکا جمهو رئیسان دلته په واشنگټن کې خبرې کوي، د دفاع وزیر رابرت ګیتس کابل ته تللی چې په افغانستان کې د امریکایی عسکرو د زیاتیدو د چمتوالي لړۍ ارزیابي کړي.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې په څه د پاسه ۲۰ زره نوي امریکایی عسکر افغانستان ته ولیږل شي.

د درې سره جمهور رئیسانو غونډه او افغانستان ته د دفاع وزیر تګ څه له باندې یو میاشت وروسته له هغه کیږي چې واشنگټن د افغانستان او پاکستان کې نوې تګلاره اعلان کړه.

د دې نه دوه ورځې مخکي د امریکا د پوځ لوړپوري چارواکي وویل چې افغانستان او پاکستان د امریکایي ځواکونو لپاره د عراق په پرتله یو مهمه مسله ده.

افغانستان ته د متحده ایالاتو د دفاع وزیر تګ مخکې اعلان شوی نه وو خو نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې په ریاض او سعودي عربستان کې خبریالانو ته د افغانستان د سفرپه هکله خپل هدف څرګند کړ.

گیټیس وویل: "مونږ د افغانستان لپاره یوه نوې تګلاره، نوې پالیسي اونوی سفیر ټاکلی دی او ددې سره سره مو د نوي عسکرو د لږلو پریکړه هم کړې ده. ما وغوښتل ترڅو په خپله یو ځل افغانستان ته سفر وکړم او هلته د نوي تګلارې د پلي کیدو لړۍ د نږدې څخه ارزیابي کړم. زه به خپل زیات وخت په ساحه کې تیر کړم او دغه راز په موجودو ستونزو او مشکلات به ځان پوه کړم ترڅو ددغو ستونزو د اوارولو په موخه لازم اقدامات په نظر کې ونیول شي او دغه راز د مشکلات د اوارولو لپاره د ولسي کسانوپر ونډې باندي هم غور وشي. زما تجربه دا وایي چې ولسي وګړي کولای شی چې د ستونزو د اوارولو لپاره د واشنګټن په پرتله ښه د حله لارې پیشنهاد کړي".

رابرت ګیټس وویل چې هغه به خپل د نوښتونو په مرسته پر ګن شمیرو مسلو غور وکړي او دغه راز د امریکا د پوځ استخباراتي ظرفیتونه به لازیات پیاوړي کړي ترڅو د عملیاتو په ترڅ کې د ولسي وګړو د مرینې څخه ډډه وشي. نوموړي د امریکا پوځ هوایی عملیاتو ته د افغانستان په لویدیځ کې عشاره وکړه. هغه وایي چې د امریکایي عسکرو د ځای پر ځای کیدو لارې چارې ، د نویو لږل شویو بمب ضد نقلیې وسیلو چکول او د عملیاتو په ترڅ کې د ټپیانو د انتقال د هڅو لازیات اغزمنتیا له هغه مسلو نه دي چې نوموړې به یې د خپل سفر په ترڅ کې ارزیابي کړي.

گیټیس وویل: "زه غواړم پر هغې مسلې چې د میاشتو راهیسې پرې خبري کوم، تمرکز وکړم هغه دا چي مونږ خپل د سرتیرو د ملاتړ او د وسایلو د چمتو کولو اورسولو لپاره څه لازم اقدامات باید په پام کې ونیسو ترڅو هغو په ساحه کې بریالي او کورته بیرته خوندي راشي".

د متحده ایالاتو لوړپور چارواکو ویلي دي، د امریکا او ملګرو هیوادونو نظامي عملیاتونه اوملکي پروګرامونه به د لنډ مهال لپاره مثبته اغیزه ولري خو هغوي وایي چې د دې لپاره چې دغه هڅې اوږد مهاله اغېزه ولري او د سوکالۍ په راوستلو کې مرسته وکړي دوو نورو کلونوته اړتیا شته.