افغانستان کې تر ۴٠ زیات کاندیدان ثبت شول

د جمهور رئیس حامد کرزي د کابینې عالي رتبه غړی هدایت امین ارسلا د هغو څه باندې ۴٠ کسانو په لست کې شامل دی چې ځانونه یې د ملک د اسد د ٢٩مه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړي دي.

ټاکل شوې وه چې د داخلې پخوانی وزیر علي احمد جلالي هم انتخاباتو ته کاندید وي، خو خپل نوم یې ندی راجستر کړی.

جمهور رئیس کرزي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوهمې دورې لپاره بیا انتخاباتو ته دریږي. رپوټونه وايي، د کرزي په حکومت کې فساد او په ملک کې د طالبانو له خوا زیاتېدونکې د تشدد پیښې په داخل او خارج کې د هغه موقف ته تاوان رسولی دی. خو عمومي نظر دا دی چې تر اوسه په کاندیدانو په لسټ کې داسې کس نه لیدل کیږي چې د جمهور رئیس کرزي د بیا واک ته رسېدو په مخکې عمده خنډ وگرځي.

پخواني خارجه وزیر ډاکتر عبدالله او د مالیې پخواني وزیر اشرف غني احمدزي هم ځانه کاندید کړي دي.