د افغانستان د حکومت چارواکی وایی چی یاغیانو نن د هلمند په ولایت کی د پولیسو په یوی پوستی باندی حمله وکړه او شپږ صاحب منصبان یی ووژل .
د افغانستان د دفاع وزارت دا هم وایی چی د زابل په ولایت کی نن د سړک د غاړی د بم په یوه چاودنه کی د پوځ څلور عسکر وژل شوی او دری نور زخمی شوی دی.
افغان او نړیوالی قواووی د ٢٠٠١ کال راهیسی د طالبانو سره په جگړه اخته دی.
د امریکا جمهور ریس براک اوباما افغانستان ته د یاغیانو د ځپلو لپاره یوویشت زره اضافی نور عسکر لیږی.
بل پلو د امریکا پوځ نن وویل چی د هغو ډزو تحقیق کوی چی د بلک واټر په نامه د امریکا د یوی قراردادی جنجالی امنیتی کمپنی څلور تنه غړی پکی لتاړ وو.
پوځ وایی چی د می د میاشتی د پنځمی نیټی په ډزو کی یو افغان سړی ووژل شو او دوه نور خمی شول .
د دی پیښی وروسته د پوځ په خبرلیک کی راغلی وو چی دغه قراردادی د قربانیانو په موټر ځکه ډزی وکړی چی گمان یی وکړه په هغوی باندی حمله کوی.
دغی امنیتی کمپنی ویلی چی هغه کسان چی ډزی یی کړی دی د هغوی قرارداد یی اوس فسخ کړی دی.او ورته ویلی یی دی چی د امریکا د دفاع د وزارت د اجازی پرته د افغانستان نه نشی وتلی.