د پاکستان عسکر او طآلبان د مټی او کانجو په ښار گوټو کې په جگړه اخته دی

د پاکستان عسکر د پاکستان د سوات په دره کې، له طالبانو سره د ښار پرسړکونو باندی په جگړه اخته دی.

پوځ واېې چې عسکر له تندروانو سره دمټی او کانجو په ښارگوټو کې په جگړه اخته دی او د سوات ستر ښار مېنگورې په لور پرمختگ کوی.

د بشری حقوقو د څارنی ډلېو طالبان په دې تورن کړېدی چې په مېنگوره کې ېې ملکېان له خطر سره مخامخ کړېدی ځکه هغوی غواړی چې له ملکېانو دنه د بشری سپر په توگه کار واخلی او زمکنی ماېنونه ېې د ټو ل ښار پرسړکونو باندی ځای په ځای کړېدی.

د بشری حقوقو ډلې واېې پکار ده چې د پاکستان پوځ په دې برخه کې د ملکېانو د ژوند د خوندی ساتلو لپاره نور اقدامات هم وکی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزېر قمر زمان کېرا د سوات له عملېاتونه دفاع وکړه او وې وېل چې حکومت به د ملکېانو د ژوند ساتنه وکړی او هغو ېو نېم ملېون کسانو ته چې له مرگ ژوبلی نه تښتېدلی، دا ووښتلی خساری معاوضه ورکړی:

"هغه ووېل د ملکېانو ساتنه او امنېت ترهرڅه مهم دی. دا خبره باېد ېقېنی کړی شی چې غېر محآربو ملکېانو ته بېخی کم تاوان ورسېږی."

د پاکستان د کورنېو چار د وزارت نطاق هم واېې چې پوځ ته امر شوېدی چې ملکېانو ته له تاوان رسولو نه ډډه وکړی.

پوځ نن د سه شنبی په ورځ ووېل چې شپاړس تندروان او څلور عسکر په تازه جگړه کې وژل شوېدی. پوځ واېې ټول ټال زر تنه تندروان د جگړې له پېل راهېسی وژل شوېدی.

د سه شنبی په ورځ د پاکستان صدر اعظم د مذهبی مشرانو او عالمانو په مجلس کې د حکومت د فېصلی نه چې له تندرو طالبانو سره جگړه وکړی دفاع وکړه او هغوی ېې محکوم کړل چې د عبادت په ځاېونو حملی کوی.

د پاکستان له اساسی قانون سره مخالفت کوی او پرحکومت تور لگوی چې دا غېر اسلامی دی.

پاکستان صدر اعظم گېلانی ووېل: "... داپه ېوه دولت کې بل دولت دی اوموږ به دېته اجازه ورنکړو. موږ ته بله چاره پرېنښودل شوه پرته له دېنه چې له نظآمی اقدام نه کار واخلو."