د پاکستان پوځ وايي مینگوره یې ونیوله

د پاکستان پوځ وايي، د سوات مهم ښار مینگوره یې له طالبانو نه بیرته نیولی دی.

د پوځ ویاند تورن جنرال اطهر عباس نن وویل، د حکومت عسکرو د ښار بشپړ کنترول په خپل لاس کې اخیستی خو لا تر اوسه د ښار په ځینو لرې پرتو سیمو کې د طالبانو لږ مقامات روان دی.

د پاکستان پوځ د څو هفتو راهیسې د مینگورې د نیولو لپاره عملیات کول. د حکومت عسکرو نږدې یوه میاشت مخکې په سوات کې د طالبانو په خلاف پراخ عملیات پیل کړل.

د سیمې نه رپوټونه وايي چې عسکرو د چارباغ اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې په دغه ځای کې د عملیاتو له پیل مخکې سیمه پرېږدي.

د لاهور او پیښور په ښارونو کې د چهارشنبې او پنجشنبې د خونړیو حملو وروسته پاکستان اوس په ملک کې امنیتي اقدامات سخت کړي دي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني خبریالانو ته ویلي دي چې ددغو چاودنو د تحقیقاتو په باب به چې ٧٠ تنه پکې ووژل شول، د یکشنبې په ورځ په لوړه سطح غونډه دایره کړي.

د پاکستان پولیسو نن وویل چې اسلام آباد ته نږدې په کچه آبادئ کې یې په تالاشیو کې ٧٠ تنه نیولي دي. رپوټ وايي، اکثره نیول شوي کسان افغانان دي.