د کوکنارو ضد ولایتونو ته انعام ورکول کیږي

امریکا او افغانستان موافقه کړېچې اوو هغو ولایتونو ته ٦.٥ میلیون ډالره د انعام په توگه ورکړي چی د کوکنارو کښت پکې بیخي له منځه تللی او یا ډیر زیات کم شوی دی.

د ښو اجرائاتو په نامه دغه تړون د می د میاشتی په اته ویشتمه نیټه په افغانستان کی د امریکا د سفیر د مرستیال فارنسیس رکسیاردون او د مخدره موادو سره د مبارزی د وزیر ډگر جنرال خدایداد تر منځ لاسلیک شو.

شپږ ولایتونه به هر یو یو میلیون ډالره ترلاسه کړی ،په دغو ولایتونو کی وردگ،لوگر،خوست ،پکتیکا،پنجشیر او هرات شامل دی.