پاکستان د قومي لښکر ملاتړ ته هلیکوپترې لیږلي

نن د سه شنبې په ورځ، د پاکستان مقاماتو وویل بر دیر ته یې د هغو کلیوالو خلکو د ملاتړ لپاره هلیکوپترې لیږلي چې د طالبانو په خلاف یې وسله پورته کړې ده.

د بر دیر چارواکو وویل، په دغه ځای کې د طالبانو خلاف په یوه قومي لښکر کې نږدې ١٢ سوه خلک راټول شوي، څو تنه طالبان یې وژلي او د یو شمیر طالبانو کورونه یې ور سوځولي دي.

پوځي چارواکي وايي، هلیکوپترو په هغو کلیو کې پر طالبانو بمباري کړې ده چې قومي لښکر محاصره کړي دي.

رپوټ وايي، کلیوال خلک چې تیره هفته د سیمې په یوه جومات کې چاودنې په قهر کړي دي، توانېدلي چې د بر دیر له دریو کلیو نه طالبان وباسي او په دوو نورو کلیو کې یې محاصره کړي.

تر اوسه هیچا په جومات کې ددغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.

بل پلو، د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډنیس بلیر وايي، په پاکستان کې د تندروانو په خلاف د پوځ د بري علت دا دی چې د پاکستان عام خلک د افراطیت په خلاف د مبارزې ملاتړ کوي.

ښاغلي بلیر چې تازه د پاکستان له سفر نه راستون شوی دی او پرون ناوخته یې په واشنگټن کې خبرې کولې، وویل چې دا لومړنی ځل دی چې د پاکستان حکومت او عام خلک دواړه د خپلو عسکرو د عملیاتو ملاتړ کوي.

منموهن سینگ : له پاکستان سره سوله غواړو

د هند صدراعظم من موهن سینگ ویلي دي له خپل گاونډي هیواد پاکستان سره سوله غواړي او زیاته کړې یې ده چې که پاکستان په ملک کې د اسلامي تندروانو مخه ونیسي، نو د سولې په خبرو کې به له اسلام آباد نه یو قدم مخکې ولاړ شي.

ددغو دواړو اتومي وسله لرونکو هیوادونو تر منځ په تیر نومبر کې د ممبئ په ښار باندې له حملې وروسته حالات نور هم خراب شوي دي. پر ممبئ باندې په تروریستي حمله کې ١٧٠ تنه ووژل شول او هند وايي د پاکستان د لشکر طیبه ډلې پکې لاس درلود.

د هند صدراعظم نن د ملک پارلمان ته وویل، دا د هند په نفع ده چې له پاکستان سره سوله وکړي خو ویې ویل چې ددې هدف لپاره د دواړو خواوو زیار ته ضرورت دی.

تیره هفته د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني د سولې د مذاکراتو د ځنډېدو پړه پر هند ور واچوله. په عین وخت کې ښاغلي گیلاني تمه وښودله چې دغه مذاکرات به ډیر ژر پیل شي او د کشمیر د مسئلې او دې ته ورته د نورو مسایلو په اړه به خبرې وشي.