د ایران په پایتخت تهران کې عیني شاهدان وايي، پولیسو نن د زرهاوو مظاهره چیانو د خورولو لپاره اوښکي بهوونکي گاز شیندلي دي.
د ایران حکومتي تلویزیون وايي، پولیسو او د دوی په خبره د بلواگرو تر منځ نښتې شوي دي. په ایران کې پر نړیوالو مطبوعاتو بندیز لگول شوی. عیني شاهدان د امریکا د فارسي څانگې ته وویل چې په زرهاوو خلکو نن د حکومت د مظاهرو ضد خبرداري پروا ونکړه او د احتجاج په توگه لارو کوڅو ته راووتل.
عیني شاهدانو ویلي، د تهران د انقلاب په څلور لاري کې چېرې چې د مظاهرو پلان نیول شوی وو، ډیر زیات پولیس راټول شوي دي.
ایران د حکومت مخالفینو ته سخت خبرداری ورکړی چې د انتخاباتو په اړه له مظاهرو نه لاس واخلي.
د حکومت مخالفینو په تهران او ټوله نړۍ کې د نورو مظاهرو غږ په داسې حال کې کړی چې د ایران ستر روحانی مشر آیت الله خامنايي د جمعې په ورځ وویل چې د جمهور رئیس محمود احمدی نژاد بری باید هرو مرو ومنل شي.
رپوټ وايي، د ایران د امنیت شورا ویلي دي چې د غیر قانوني مظاهرو عواقبو مسئولیت به د میر حسین موسوي په غاړه وي.
د پولیسو عالي رتبه قومندان احمد رضا رادان وویل، د هر ډول مظاهرې په خلاف به جدي اقدام وکړي.
د ایران شورای نگهبان چې د ایران انتخابات څاري، نن د انتخاباتو درې ته کاندیدان ور غوښتي وو چې د جمعې د ورځې د انتخاباتو ته وړه خپلې اندېښنې ورسره شرېکې کړي. دغې غونډې ته میر حسین موسوي، مهدي کوربي او محسن رضايي بلل شوي وو خو د ایران حکومتي تلویزیون وايي، یوازې رضايي گډون کړی دی.
رپوټ وايي، شورای نگهبان پریکړې کړې چې د کاندیدانو د استازو په حضور کې به ١٠ فیصده رایې له سره شمیرل کیږي.