جمهور رئیس براک اوباما وايي، په آینده څو میاشتو کې به په ملک کې خلکو ته د کار روزگار زمینې مخ په زیاتيدو شي.
جمهور رئیس نن په سپینې ماڼۍ کې د هالنډ له صدراعظم سره خبرې کولې.
وروستۍ ارقام ښيي چې په امریکا کې د بې کارئ اندازه نهه نیم فیصده ده.
له بلې خوا، د جون په میاشت کې په امریکا کې د پرچون فروشئ اندازه لوړه شوې وه او علت یې د موټرو د نرخونو
راکمیدل او د تیلو د قیمت لوړېدل گڼل شوی دی.
په هغه رپوټ کې چې نن د ارمریکا د سوداگرئ وزارت خپور کړ، ویل شوي چې د مشتریانو په لگښت کې څه باندې نیم فیصد زیاتوالی راغلی دی.
د خوراکي موادو او تیلو پرته چې قیمتونه یې اکثره وخت کښته یا پورته ځي، د نورو توکو قیمتونه یو څه رالوېدلي دي.
اقتصادي ماهرین له دې امله په امریکا کې د مشتریانو لگښت له نږدې څاري چې ددغه ملک له دریو نه دوه برخې اقتصاد په همدې ټکې ولاړ دی.
امریکا غواړي عرب سوداګر مطمئن کړي
د امریکا د مالیې وزیر ټیمتي گایتنر چې دا وخت سعودي عربستان ته په خپل لومړني رسمي سفر تللی دی، کوښښ کوي د فارس د خلیج اندېښمنو پانگه اچوونکو ته د روانې اقتصادي وضعې په اړه اطمنان ورکړي.
په پایتخت جده کې سوداگرو ته د خبرو پر وخت، گایتنر وویل، اقتصادي رکود بیرته مخ په کمیدو دی.
خو ټیمتي گایتنر خبرداری ورکړ چې تر اوسه دا نه ده معلومه چې په بشپړ ډول د اقتصاد بیا پر پښو درول به څومره وخت نیسي.
ټاکل شوې ده چې گایتنر به سبا د متحده عربي اماراتو له مشرانو سره به ابوظبي کې وگوري.