جمهور ریس نن په کابل کی په یوه انتخاباتی غونډه کی وویل چی د نړیوالو قواوو سره به بیا په دی اړه یوه موافقه وکړی چی د خپلو عملیاتو په وخت د افغانانو حقوقو ته زیاته توجه وکړی. |
جمهور ریس نن په کابل کی په یوه انتخاباتی غونډه کی وویل چی د نړیوالو قواوو سره به بیا په دی اړه یوه موافقه وکړی چی د خپلو عملیاتو په وخت د افغانانو حقوقو ته زیاته توجه وکړی.
دغه موضوع پرون د کرزی د دوو مهمو سیالانو، د بهرنیو چارو د پخوانی وزیر عبدالله عبدالله او د مالیی د پخوانی وزیر اشرف غنی سره په ټلویزیونی مناظره کی راپورته شوی وه.
د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی چی د اگست د میاشتی په انتخاباتو کی تر ټولو مخکی دی په دی مناظره کی گډون نه و کړی.
د دی انتخاباتو تر مخه په زرگونو امریکایی عسکرو د برتانوی او افغان عسکرو په شمول د هلمند په ولایت کی د طالبانو پرخلاف غټ عملیات پیل کړی دی.
دغه عملیات چی د خنجر په نامه یادیږی له دی امله پیل شوی چی په راتلونکی میاشت کی د خلکو لپاره د رایی ورکولو زمینه مساعده کړی.
د ناتو او امریکایی قواوو چارواکی وایی چی نن د افغانستان په جنوب کی دوه امریکایی عسکر په یوه حملی کی ووژل شول.