په پاکستان کی د پارلمان یو پخوانی غړی په دی تور نیول شوی چی د هغه پولندی انجینر په وژلو کی یی لاس درلود چی تیرکال طالبانو برمته کړی و.
په دی قضیی باندی خبرو کسانو نن وویل چی پولیسو یوه میاشت مخکی د پارلمان غړی شاه عبدالعزیز بندی کړی دی.
په هغه باندی دا تور لگیدلی چی د پیوتر ستانچک د تښتولو دسییه یی جوړه کړی وه چی د تیر سپتمبر په میاشت کی د پنجاب په ایالت کی وتښتول شو.
عبالعزیز په یوی اسلامی ډلی پوری تړلی دی او ویل کیږی چی د طآلبانو سره یی ارتباط درلود.
د پارلمان د غړی ورور محبوب الهی د رویتر خبری آژانس ته وویل چی د هغه په ورور باندی نا حقه تور لگیدلی او هغه یی یوه دسیسه وبلله.
د دی پولندی انجینر په وژلو کی یوه مشکوک یاغی هم لاس درلود چی هغه د رپوټونو له مخی په دی قتل کی په لاس لرلو باندی اقرار کړی دی.
یاغی طالبانو د فبروری په میاشت کی یو ویدیویی ټیپ خپور کړ چی د پولندی انجینر د وژلو صحنه پکی ثبت شوی وه.