د ایران د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی ماتی خوړلو کاندیدانو میر حسین موسوی او مهدی کاروبی د انتخاباتو د نتایجو وروسته مظاهرو کی د وژل شوو کسانو د یادون په خاطر د ویر دمراسمو د جوړولو غوښتنه کړیده.
د ایران مطبوعاتو نن خبر ورکړی چی دغو دوو کاندیدانو د پنجشنبی په ورځ د کورنیو چارو وزارت ته لیک استولی وچی په تهران کی د غونډی جوړولو ته اجازه ورکړی.
دغه غونډه ټاکل شوی چی د مظاهرو د قربانیانو په څلویښتمه ورځ ترسره شی.
په دی لیک کی لیکل شوی چی په دی مراسمو کی به ویناوی ونشی او گډونکونکی به په پټه خوله د ویر په دی مراسمو کی گډون وکړی.
د ایران د جون د دولسمی نیټی په انتخاباتو کی لږ تر لږه شل تنه د مظاهرو د ځپلو په ترڅ کی وژل شوی دی.
د جمهوری ریاست نور کاندیدان وایی چی په انتخاباتو کی ټگی برگی شوی ،خو شورای نگهبان د جمهور ریس احمدی نژاد بیا انتخابیدل تایید کړی دی.