ایران: خامنايي د احمدي نژاد بری  منظور کړ

د ایران ستر روحاني مشر د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې د جمهور رئیس احمدي نژاد بری په داسې حال کې په رسمي ډول منظور کړی چې په ایران کې لا تر اوسه د تیرو انتخاباتو په اړه جنجال ادامه لري.

آیت الله خامنايي نن په تهران کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د احمدي نژاد د دوهمې دورې ریاست منظور کړ. د حکومت مخالفو مشرانو له دغو مراسمو سره مقاطعه اعلان کړې او ویلي یې دي چې د احمدي نژاد په دوهم ځل انتخابېدلو کې جعلکاري شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ به د ایران پارلمان ښاغلي احمدي نژاد ته د وفادارئ سوگند ورکړي. هغه ته به دوه هفتې وخت ورکول کیږي چې خپله نوې کابینه وټاکي.

د ایران حکومت د جوزا د ٢٢مې نیټې له انتخاباتو وروسته د مظاهرو په ترڅ کې په سلهاوو سیاسي فعالین او مظاهره چیان ونیول. تقریبا د ١٠٠ نیول شویو کسانو یوه عمومي محاکمه د تیرې شنبې په ورځ پیل شوه.

د ایران پخوانی جمهور رئیس محمد خاتمي چې د اصلاح طلبو د گوند مشري کوي، ویلي دي چې د شنبې د ورځې محاکمه د ملک د اساسي قانون په خلاف اقدام دی.

ښاغلي خاتمي دا د ایران د محکمې یو نمایشي اقدام وباله. هغه د نیول شویو کسانو د یکشنبې د ورځې د محاکمې پر جریان باندې هم انتقاد وکړ او ویې ویل چې څارنوالان اکثره پر داسې اقرارونو باندې تکیه کوي چې له نیولو شویو کسانو نه په زور اخیستل شوي دي.

میر حسین موسوي چې په انتخاباتو کې یې ماتې خوړلې، ویلي دي چې دغه کسان په زندان کې شکنجه شوي او دې ته اړ ایستل شوي چې اقرار وکړ.