افغان چارواکي وايي، کابل ښار ته نږدې په یوه عمومي سرک باندې د موټر بم په یوې ځانمرگې حمله کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دی. په دغه ملک کې انتخاباتو ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.
چارواکي وايي د سه شنبې د ورځې د حملې هدف د خارجي عسکرو یو کاروان وو. په حمله کې د ملگرو ملتونو دوه افغان ماموران او دوه امریکايي عسکر هم وژل شوي دي. لږ تر لږه ٥٠ تنه نور زخمي شوي دي.
د سه شنبې په ورځ وختي، په کابل کې د ارگ ماڼۍ ته نږدې یو راکټ ولگید. داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې یو بل راکټ د کابل پر امنیه قومندانۍ باندې لگیدلی دی.
بل پلو، د اروزگان په ولایت کې د رایې ورکولو په یوه مرکز کې ځانمرگې حمله شوې، د ملي اردو درې عسکر او دوه ملکي افغانان پکې وژل شوي دي. په مدې چاودنه کې د دوو عسکرو په شمول لږ تر لږه شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.
طالبانو خبرداری ورکړی چې د پنجشنبې د ورځې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراگانو انتخابات په گډوډ کړي.
تر اوسه پورې د څه باندې ٣٠ کاندیدانو په کتار کې جمهور رئیس حامد کرزی مخکې ښکاري.
د ناټو عسکرو ویلي دي چې د انتخاباتو په ورځ به تعارضي عملیات نه کوي او یوازې هغه څه به کوي چې د عامو خلکو د ساتلو لپاره ورته ضرورت وي.
له دې مخکې، د افغانستان حکومت د انتخاباتو په ورځ باندې د اوربند غوښتنه کړې وه.
د بشري حقوقو د څار ادارې اندېښنه څرگنده کړې ده چې ناامني او ځینې نور خنډونه کیدای شي د خلکو د رایې کولو مخه ونیسي.
په نیویارکې میشتې د بشري حقوقو دغې ادارې ویلي دي چې، د ورانکارو تهدیدونه، د رایې ورکولو په مرکزونو کې د امنیتي قواوو بې نظمي، په مطبوعاتو کې د کاندیدانو غیرمتوازنه برخه او د ښځو په مخکې پرتې ستونزې هغه مشکلات دي چې دوی یې اندېښمن کړي دي.
د دوشنبې په ورځ د کاندیدانو انتخاباتي مبارزه پای ته ورسیده.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې آیا کوم کاندید به له پنځوس فیصدو زیاتې رایې وگټي چې د دوهم ځلي انتخاباتو مخنیوی وشي. د انتخاباتو څارنوالي وايي په دې فکر کوي چې افغانان به وتوانیږي چې اعتمادي انتخابات تر سره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د خپل ملک پر دریځ ټینگار وکړ چې غواړي په دغو انتخاباتو کې بې طرفه پاتې شي. هغې وویل، امریکا د کوم خاص کاندید ملاتړ یې مخالفت نه کوي او واشنگټن حاضر دی د هر هغه چا سره همکاري وکړي چې افغانان یې د آینده پنځو کلونو لپاره د خپل مشر په توگه وټاکي.