د اندونیزیا زلزلی ٣٢ کسان ووژل

په اندونېزېا کې د هغې زلزلی له امله چې د چارشنبی په ورځ باندی د جاوا په ساحل کې وشوه دمړېو شمیر لږ تر لږه ٣٢ ته رسیدلی دی.

دغه زلزله د جاوا په اوبو کې وشوه. دغه ښار د اندونیزیا له پایتخت جاکارتا نه ٢٠٠ کیلومتره لیری جنوب او جنوب لویدیزې خوا ته پروت دی.

رپوټ وايي چې د زلزلې د مرکز ژوروالی ۴٩ کیلومتره و. په زلزله کې زمکه وښوییدله او لس دولس کورونه یې وران کړل.

د امریکا د جیولوژیکی سروی موسسه وایي دوی ددې زلزلې قوت 7.4 اټکل کړېدی خو وروسته ېې بیا 7.0 ته راښکته کړ.

د پاسیفیک د سونامی مرکز چې په هوايي کې دی، د خطر خبرداری ېې خپور کړی و خو اوس ېې هغه لیری کړیدی.

رپوټ وايي ددغی زلزلی په سبب په جاکارتا کې یعنی دوه سوه کیلومتره لیری دفترونه ولړزیدل او ماموران له دفترونو نه په ځغاسته ووتل