د پاکستان پایتخت اسلام آباد ته نژدی په دریو پولیسانو ډزی شوی او وژل شوی دی.
د پولیسو یوه نطاق وویل چی ددغو پولیسانو مړی نن سهار ومیندل شول.
هغه وویل داسی ښکاریده چی هغوی د خوب په وخت کی د سر په کوپړی په گولی ویشتل شوي دي.
دغو پولیسانو د اسلام آباد په ۴٠ کیلومتری کې د حسن ابدال په سیمه کی د اورگاډې د تیریدو د یوه پله ساتنه کوله .
د پولسو دغه نطاق ونه غوښتل چی دې پوښتنې ته ځواب ورکړي چی دغه عمل یوه جنایي پیښه وه او که د طالبانو سره یی تړاو درلود چی اکثره په پولیسو او امنیتی قواوو باندې حملې کوي.