پاکستان په صوبه سرحد کې په یوې غټه چاودنه کې ۱۶ تنه مړه او زیات شمیر نور ټپیان سوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د شبنې په ورځ یوه ځانمرګي برید کونکي د پیښور د صدر په سیمه کې د یوه بانک مخې ته لږ تر لږه ۱۰ کسه ووژل او د ۷۰ نه ډیر نور یې ټپیان کړل.
عیني شاهدان وايي چې ځان وژونکي لومړۍ د لاسي بم نه کار واخیسته او وروسته یې ځان په بم والوځاوه چې په نتیجه کې یې د مرګ ژوبلې برسیره د شاوخوا ودانیو شېشې ماتې سوې.
د دېنه مخکي یوه ځان وژونکي د بنو په ښار کې د پولیسو یو مرکز په نښه کړ او په نتیجه کې یې ۶ تنه مړه او ۶۰ تنه نور ټپیان سول.
په دغې غټې چاودنه کې د پولیسو مرکز او شاوخواه څو ودانۍ ورانې سوې. مقامات وايي چې په وژل سویو کسانو کې یو بندي او یو د پولیسو افسر هم شامل دي. ریپوټ وايي چې په دغه چاودنې کې زیات شمیر ټپي سوي کسان پولیسان دي.
دغه اونۍ د طالبانو ویاند قاري حسین خبرداری ورکړی و چې یاغیان به په راتلونکې کې نورې حملې وکړي.
د پاکستان په صوبه سرحد کې زیات شمیر طالبان او القاعده ترهګر پراته دي.
په پاکستان کې دغه چاودنې په داسی حال کې رامینځ ته کېږي چې دوې ورځې مخکي د آمریکا د بې پېلوټه الوتکو په حمله کې په شمالي وزیرستان کې ۱۲ تنه ووژل سول.