د یوناما امریکايي مرستیال بیرته خپلې دندې ته نه ځي 

د ملگرو ملتونو یو مامور وايي چې په افغانستان کی به د ملگرو ملتونو د خاص استازي مرستیال بیرته خپلې وظیفې ته راستون نه شي.

ویل کیږي چې د افغانستان د جمهوری ریاست د انتخاباتو په سر یې د خپل آمر سره جنجال راپیدا شوی و.

د ملگرو ملتونویو مامور وايي چې په افغانستان کی د ملگرو ملتونو خاص استازی کې اېډه په خپلمرستیال، پیټر گال برییت باندې له دې امله په غوصه شوی دی چی ولې ېې په انتخاباتو کی په پراخه پیمانه د ټگئ برگئ په باب په دومره ښکاره او برعلا ډول سخت موقف غوره کړی و. ښاغلی پیټر گال برییت د امرېکا تابعت لري.

د ملگرو ملتونو نوموړی مامور چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په یوه مرکه کی وویل چې کی ایډه اصلا غوښتل چی ملگری ملتونه بایدد افغانستان د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د ټگئ او گډوډئ په اړه په دومره سخت او ښکاره ډول خپل نظر څرگند نهکړي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونود خاص استازي مرستیال پیټر گال برییت د سپټمبر په دیارلسمه نیټه د کابل نهخارج ته تللی و او توقع کیده چې ژر به بیرتهراشي او خپل کار به شروع کړي. خو په دې اړه لا تر اوسه پورې د ملگرو ملتونو دفتر کوم رسمي اعلان نه دی خپور کړی.