په افغانستان کی د ملگرو ملتونو عالی رتبه مامور دا خبره منلی چی د افغانستان د آگست د میاشتی په انتخاباتو کی ډیره جعل کاری شوی ده.
کای آیده په کابل کی خبریالانو ته څو ورځی وروسته له هغه خبری وکړی چی د هغه پخوانی مرستیال پیتر گالبریت پری تور لگولی و چی د اگست د شلمی نیټی په انتخاباتو کی یی د جعل کاری شواهد نه دی برالا کړی.
کای آیده نن د گالبریت ځینو ادعاگانو ته اشاره وکړه ،هغه وویل چی که څه هم گال بریت خبرداری ورکړی و چی په ناامنو سیمو د انتخاباتی حوزو موجودیت به په نتخاباتو کی د جعل کاریو امکانات زیاد کړی، خو د دغو حوزو تړل به زیات شمیر افغانان د خپل سیاسی حق نه بی برخی کړی وای.
د ملگرو ملتونو استاځی وویل که څه هم جعل کاری په ډیرو ځایونو کی شوی ده خو مسولین لگیا دی تر څو د دی جعل کاریو اندازه ولگوی.
هغه د دی ستونزی په اړه د زیاتو جزییاتو د ورکولو نه ډه ډه وکړه او ویی وویل چی هغه نه غواړی د رایو د شمیرولو په پروسه باندی کومه اغیزه واچوی.
کای آیده په یوه خبری کنفرانس کی د امریکا ،فرانسی او برتانیی د سفیرانو سره یوځای د نړیوال ملاتړ په توگه راښکاره شو.
د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کی مون یوه نیمه اونی مخکی گال بریت د کاره له هغه وروسته برطرفه کړ چی په انتخاباتو کی یی د جعل کاریو سره د معاملی په اړه په خپل آمر باندی انتقاد کړی و