افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پریکړه ومنله او په افغانستان کې به دوهم ځلې انتخابات کیږي.
ښاغلي کرزي نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوهم ځلي انتخابات به د عقرب په ١٦مه نیټه تر سره شي.
په دغه کنفرانس کې د امریکا سناتور جان کیري او د یوناما رئیس کای آیډه هم موجود وو.