احمد ولي : له سي آی اې مې معاش نه اخیسته

د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي ورور احمد ولی کرزي په یوه امريکايي ورځپاڼه کې خپاره شوي هغه اطلاعات رد کړي دي چې وايې د امریکې د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ایې اې) نه معاش اخلي.

احمد ولي وويل کوم راپور چې د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کې په دې اړه چاپ شوی دی درست نه دی.

نیویارک ټایمز وايې چې احمد ولي کرزی چې ویل کیږی د مخدره موادو په قاچاق او تجارت کې لاس لري، د سي آی اې تر مشرئ لاندې د افغانانو نه جوړې یوې ملیشی لپاره د کسانو د پیدا کولو او د (سي آی اې) د جاسوسانو لپاره د پټو ځایونو د برابرولو په بدل کې دغه پیسې ورکول کیدلې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن د احمد ولی کرزي له قوله راپور ورکړ چې نه د پوډرو په قاچاق او تجارت کې ککړ دی او نه یې د سی آی اې سره د ملیشو په جوړولو کې مرسته کړې ده.

امریکايي مقامات وايي چې د مخدره موادو نه طالبان په روان جنگ کې ډیره گټه اخلي.

خو احمد ولي اعتراف وکړ چې په افغانستان کې یې امریکایې استخباراتو ته وړیا معلومات ورکول.