پاکستان اوه تنه د هند د مومبای په ښار کی د ترورستی حملو د سازماندهی او اجرا کولو په جرم نیولی دی. په دی حملو کی ١٦٦ تنه ووژل شول.
دغو اوو واړو نن د راولپنډی په یوه زندان کی چی سختی پیری پری ولاړی دی د بی گناهی اعتراف وکړ.
پاکستان د هغوی محاکمه د پټو دروازو تر شا کوی او د عدلی او قضایی چارواکیو په دی اړه نور تفصیلات ورنکړل.
هغوی دغه کسان د هند په مالی مرکز باندی د حملی د لومړی کالیزی په شپه باندی ونیول.
د دغو کسانو مدافع وکیل د امریکا غږ ته وویل چی په محکمه کی د عجلی علت خارجی فشارونه دی. هغه زیاته کړه چی د پاکستان مستقل عدلی نظام به هغوی بی گناه ثابت کړی.
د هغوی محاکمه به د پاکستان د پاره یو غټ ازمایښت وی چی د مومبای د حملو عاملین مجازات کړی.
هند او امریکا د دی حملو پړه په پاکستان کی میشته په لشکر طیبه باندی وراچوی.
هند په پاکستان فشار اچولی مخکی له دی چی د دوو اټومی لرونکو ملکونو ترمینځ د سولی مذاکرات پیل شی، پاکستان باید د مومبای د ښار د ترورستی حملو عاملین یا خپله محاکمه کړی اویا یی هند ته تسلیم کړی.