د جاپانی موټر جوړولو کمپنۍ ( ټویوټا ) رئیس نن له دې آمله بخښنه وغوښته چې کمپنۍ یې په ټوله نړۍ کی خپل په ملیونونو موټر یې له دې کبله ورغوښتي چی محفوظ نه دي.
( آکیو کیودا ټویوډا) ، ددغو موټرو د بیرته را غونډولو له اعلان وروسته نن د جاپان د ناگویا په ښار کې په لومړي حل خپله خواشیني څرگنده کړه.
ټویوټا له ټولې نړۍ نه تقریبا اته میلیونه موټر له دې امله بیرته ورغوښتي چې ددغو موټرو د ځینو ډولونو په (اکسلریټر) کې ستونزه موجوده ده او د ځینو ډولونو اتوماتیک بریکونه هم په سمه توگه نه دي جوړ شوي.
په جاپان کی خبري رپوټونه وایی چی په نړۍ کی ترټولو لویه د موټر جوړولو دغه کمپنۍ په نظر کی لری چی په جاپان او امریکا کی ٢٧٠ زره موټر چی کم تیل مصرفوي بیرته ور وغواړي.
د هغه ددې غیابت په وجه د عامه چارو ماهرانو او کارپوهانو زیات انتقادونه کړي دي.
ښاغلي ټویوډا، چی د ټویوټا د کمپنۍ د مؤسس لمسی دی، ژمنه وکړه چې یوه ځانگړې کمیټې ته دنده ورکوي چې د موټرو کیفیت معاینه کړي.